یرغلګر دښمن یوازې د افغان مجاهد ولس پر خاوره او ځکمه یرغل نه دی کړی، بلکې پر اسلامي ارزښتونو، تاریخي ویاړونو او ملي عنعناتو یې هم پراخ یرغل پیل کړی، د مادي یرغل له پیله دښمن په آګاهانه ډول د افغان مسلمان ولس د مقدساتو په سپکاوي او دملي عنعناتو او تاریخي ویاړونو په سپکولو لاس پورې کړی. او په حقیقت کې ددښمن اصلي موخه همدا ده.
یرغلګرو قرآن کریم وسوځولو! جوماتونه او مدرسې یې بمبار کړې، علما، سپین ږیري او ښځې چې افغان ولس په خورا درنه سترګه ورته ګوري سپک کړل! په ځانګړي ډول یې په خورا ماهرانه او مکارانه ډول د هغو روحاني او علمي کورنیو او شخصیتونو په بدنامولو خپله تر همدې روحاني او علمي کورنیو او شخصیتونو پورې د ځینو تړاو لرونکو کمزور څېرو له لارې لاس پورې کړ، کومو ته چې افغان مسلمان ولس له پېړیو پېړیو په درنه سترګه ګوري او درناوی یې کوي! د دې تر څنګ وخت پر وخت یې خپل ګوډاګیان وهڅول چې د دوی په ناولیو سینو د افغان میړني ولس د ځینو اتلو تاریخي مشرانو مېډالونه ور وټومبي! متاسفانه چې هغوی همداسې وکړل!
د دغه کرغېړنې لړۍ یوه مهمه برخه همدا اوس په کابل کې تر سره شوه، په دې کې شک نشته چې یرغلګرې امریکې د امنیتي تړون تر نامه لاندې د غلامۍ سند په اړه مخکې له مخکې پرېکړه کړې وه، ګوډاګۍ ادارې او تش په نامه جرګې په دې اړه د هېڅ کولو توان نه درلود او نه یې لري، بیا په داسې حال کې چې د امریکې سفیر ورته ناست و، تر څو د دوی د پروګرام مخالفه پرېکړه ونه شي، یرغلګر له یوې خوا غواړي په خپل ګومان د ولس او تاریخ په وړاندې د خپلو ګوډاګیانو مسولیت یو څه کم کړي، او داسې وښيي چې دا دي د دې لوبې په تر سره کولو کې یوازې د دوی یو څو د ګوتو په شمار ګوډاګیانو نه، بلکې په اصطلاح لویې جرګې هم رول لوبولی دی، په دې معنی چې دا یو قانوني او دافغان ولس په خوښه تر سره شوی تړون دی!
له بلې خوا غواړي افغان ولس په خپلو اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو بې باروه کړي، او په دې توګه یې ټول افغان ولس نړۍ ته سپک کړ، په دې معنی چې د ټول ولس استازو خپله خاوره پر اشغالګرو وپلورله! په داسې حال کې چې په نوموړې غونډه کې را ټولې کړل شوې څېرې یوازې د ګوډاګي ارګ استازي وو، نه د افغان ولس، ځکه چې دارګ په فرمایش را بلل شوي وو، نه ولس ټاکلي وو او نه یې ولس پېژني!
دښمن ددغه بدنامې او کرغېړنې غونډې په راس کې داسې یوه څېره رامخې ته کړه چې له یوې خوا علم او علماء د خلکو تر نظر دنیا پرست او ځان پرست ور ولي، او له بل پلوه ولس په خپلو روحاني مشرانو او جهتونو بې باوره کړي!
هو! دښمن باید پوه شي چې افغان مېړنی او باتور ولس به هېڅکله په دې ډول کرغېړنو او ناولیو دسیسو تېر نه وزي، دښمن که هر څو لاس او پښې ووهي، له یوې او بلې خوا د ګڼو دسیسو په جوړولو سره هڅې وکړي چې خپل ځان پر افغان ولس ومني، هېڅ کله به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي. بلکې هم به یرغلګر او هم یې ګوډاګیان خپل شوم آرمانونه له ځان سره ګور ته یوسي! افغان ولس دتاریخ په اوږدو کې خپلواک پاتې شوی، هېچا یې د غلام کولو توان نه دی لرلی، په راتلونکي کې به هم څوک ونشي کولی چې دغه تاریخي او مجاهد ولس غلام کړي. ان شاء الله.
افغانستان